دستار پښتو حجره  Destaar Pashto Hujra :سر پاڼه: دستار پښتو حجره Destaar Pashto Hujra
 د پښتو د مینه والو حجره 
 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونلټون   د غړو لسټد غړو لسټ   کاروونکو ډلهکاروونکو ډله 
 نوم ثبتولRegisterنوم ثبتولRegister   ننوتنهننوتنه 
Web hosting
اوسنے وخت،ګل، ستمبر 06, 2010 2:43 pm دے
ټول وختونه UTC + 0
نا لوستلې ليکنې
ناځواب شوې ليکنې اوګورئ
تګ راتګ
د حجرې لار ښود
پورټل
حجره
ښکته کول
بي،بي کوډ
دحجرې تګلاره
ډير ځليزې پوښتنې

پخیر راغلې
دغړي نوم:


پټ تورے:

 ما یاد اوساته 

Forgotten_password
کۀ تاسو غړی نه یایئ نو باید ځان راسره غړے کړئ

لټون


ژور لټون

څوک آنلاین دی



 

Statistics

اړیکې
فیروز آفریدی بلاګ
اردو ټیکنالوجی بلاګ
حضرو شهر
لر او بر ۔ افغانستان
حجره او مجلس
عمر زئ فورم
نوکیا افریدی بلاګ
اردو محفل
ملګری پښتانه
مسافر ډاټ کوم
خیبر آرګ
پښتو آرګ
بټ خیله
زون پی کے
چک دره
تیمر ګره

 پورټل » سرپاڼه » پښتو ګوښه » ټولګري بحثونه (عام فورم)
يو حقيقت
چلونکي: فيروز افريدي, يوسفزئ
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ شاته موضوع اوګورئمخکښې موضوع اوګورئ
پاڼه 1 د 1 [10 پېغامونه]  
ليکوال پيغام
اقبال همدرد
مــــلــغـــلـــره
مــــلــغـــلـــره


غړيتوب: 30 جون 2009
ليکنې: 1702
ځائې: کرک ، اسلام آباد پاکستان
 يو حقيقت

ما په مشرق اخبار کښي لوستلي وو چي کله ډاکټر نجيب ژوندئ وو نو د نام نهاد پښتون قوم پرست جماعت د چغه وه چي نجيب او ولي وروڼا دي-

په اخبار کښي دا ليکلي وو چي نن دغه جماعت په حکومت کښي دي خو پرون د نجيب برسي تيره شوه نو دوئ تري خبر هم نشول چي زمونږ چرته داسي ليډر هم وو او نن ئي برسي ده-

نن د اجمل بابا د حال دي چا چي پارټئ کښي ژوند خاوري ايري کړو نن د هغي قبر په تش پلاسټک پټ دي- توجه محتاجه دي

Click to see if image is largerغټ سائز کښې لیدلو له کلیک اوکړئ

ليکنهد ليکنې نېټه: جمعه، جولائ 23, 2010 6:52 pm
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ د ليږونکي ويب پاڼې ته لاړ شئ Yahoo مسينجر MSN مسينجر    بيا سر ته 
محمود
مــــــــاهــــــر
مــــــــاهــــــر

غړيتوب: 04 ستمبر 2009
ليکنې: 926
همدرده وروره، ډېرې ښې خبرې مو کړې دي. مننه
له يوې خوا مې خوشاله کوي. چې پښتون د پښتون په درد سوځېږي. له بلې خوا خپله پښتون يم. هغه درد چې ته وينې ما ته هم څه رسېږي. خو دومره به هرو مرو ووايم چې:
هغه پښتون چې د پښتون په درد سوځېږي زما زړه دی!

ګرانه وروره،
اجمل بابا خو يو د پښتو تکړه شاعر او مبارز و. خدای دې وبښي او جنتونه دې ور په برخه کړي.
نو پاتې شوه د نجيب خبره،
وروره، ما سره د دې سړي په اړه څه سوالونه شته، کېدای شي تاسو سره به يې ځوابونه وي. نو دا به زما ذهن هم تازه کړي.

1. نجيب يو سړی و چې په کابل کښې د چاړې سره ګرځېدو. او د خلکو په وژولو ....هم بند نه و. يو بدماش او د بدو اخلاقو خاوند و.
په فکر کوئ که زه غلط يم؟

2. نجيب د افغانستان په خاد کښې وظيفه کوله. د افغانستان په خاد کښې لکه د پنجاب په ISI کښي به د سم سړی مندل ډېر د ستونزو ډک کار وي.

3. د نجيب په مشری کښې د افغانستان بهرنی سياست ډېر ښه او ننی يې داسې و چې پښتون جنرالان يې د ګيلم چمو په مرسته سره د کوره را ايستل او بند ته يې وړل.
که دا پښتون بلکل د پنجاب په خوا ولاړ هم وي کورته به يې ګليم چم ور ونه لېږم. دا چې دی په خپله څه کوي د مور د خور او د لورانو يې څه. خبره د خپلو ده خپله به يې‌ جوړو.
د هغه عزت زما عزت دی!
له ياده مه باسی چې نجيب په وروستيو وختو کښې ځان او خپله کورنۍ هم په ګليم چمو ساتله.
او د طالبانو په وخت کښې د ګليم چمو کار په کابل کښې بند او دوی مخ را واړوه پيښور او اسلام اباد ته......نور به تر ما تاسې ښه خبر ياست.

4. د نوموړی د مشری په وخت کښې افغان هېځ کوم بل مشر نه درلود. که چېرې و، نو هغه د ISI په کومانده ځملاستو او ولاړېدو. نو وو که نه وو يو نجيب و.

5. د نجيب انځورونه ولې په پېښور او په کوټه کښي راځوړند دي؟
که دا يې وجه وي چې نوموړی په پيښور کښې زېږېدلی و؟

6. نو دې يوه داسې سړي زېږېدنه او د مړينې ورځ به زه څه کړم.

دوستانو، که تاسو په بل انډ ياست نو ماته يې هم وليکئ. چې ماته هم مالومات وشي.

مننه او په درنښت.

ليکنهد ليکنې نېټه: خالي، جولائ 24, 2010 2:04 pm
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ    بيا سر ته 
فيروز افريدي
Moderator
Moderator

غړيتوب: 07 جولائ 2007
ليکنې: 3501
ځائې: قطر
زه د هر هغه کس چې د خلکو د بهبود نه وه او فقط د خپلې خيټې د پاره د حکومتد چلولو /دوام د پاره کار کوي هغه د انسانيت دښمن بولم.

په دغه کسانو کښې بادشاه.ملا او عسکر درې واړه يو دي.
بادشاه حکومت کوي او دا دوه کسان ئې حفاظت کوي.
ملا ورله تش په نامه شرعي سزاګانې او لارې ګودرې جوړوي او پوليس او عسکر ورله خلکو ته بيا دغه سزاګانې اجرا کوي.


نو وروره پحثيت پښتون مسلمان په هر چا مې زړه سوځي او د هر هغه کار غندنه کوم چې بل له په څوک سزا ورکوي حتي که هغه مجرم هم وي خو دا داسې قسم خلکو په زيان بسيار چرته نه وهم.
هم دغه وجه ده چې تر اوسه مې نجيب د پښتنو د پاره د څه ارزښت وړ نه دې ګڼلې.
_________________

ته لاړے خوند لاړو
تا ســـره ژوند لاړو




ليکنهد ليکنې نېټه: خالي، جولائ 24, 2010 2:55 pm
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ    بيا سر ته 
نسيمه
خـــــــــــاپـــــوړن
خـــــــــــاپـــــوړن


غړيتوب: 27 جون 2010
ليکنې: 15
ځائې: نروے
 

وس نو د نجیب د حکومت زمان نه دی هغه خبری نو وس تيری دی زه د افغانستان په تاريخ ښه نه يم خبره منګری ما اوردلی دی چی د ډاکټر نجيب او د داوود خان په وخت کی افغانستان ګل و ګلزار او . په دغه هم ډيره ښه خبره يم چی د افغانستان ټوله بد بختی د طالبانو سره راله . او د خدای څخه د طالبانو نابودی غواړم ، ولی چی د طالبانو د لاسه ما په ږوند تر دا اوسه خپل وطن ندی ليدلی .
اوس دا خبری تيری دی مونږ بايد د افغانستان د اتحاد لپاره ډير کوښښ وکو ، ځه وايم چی په افغانستان کی بايد ټول اقوام قدرت پيدا کی .
افغانان بايد خپل سلاحی پر ځمکه کيدی او خپل په عقل ، منطق او ږبه مخ ته لاړ شی افغانستان مو خپل کور دی او انسانانه زمونږ کورنه ده نو ولی په دا کارو هغه لږ آبادی خرابی کو ؟ Question

ليکنهد ليکنې نېټه: اتبار، جولائ 25, 2010 1:11 am
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ د ليږونکي ويب پاڼې ته لاړ شئ Yahoo مسينجر    بيا سر ته 
خوګمن
مــــلــغـــلـــره
مــــلــغـــلـــره

غړيتوب: 10 ستمبر 2009
ليکنې: 1104
ځائې: ډيــــــــر لــرې!
زما خو سياسي پوهه دومره نشته او نه مې دومره دلچسي شته چې داسې سياسي مرکو کښې اخته شم خو چې څه لږ ډير مي وئيلي يا د چا نه اوريدلي، نو دغه د محمود ورور خبرو سره به لږ ډير اتفاق اوکړم. او هغوي ته کيدے شي زيات معلومات وي.
خو بيا به دا زياته کړم چې تير وختونه تير شو اوس د مخکښې/پر مختګ د پاره کوشش پکار دے. د قوم خيګړه دې سياسي مداريانو/اداکارانو ته نه دي پريښودل پکار. د هر چا د وسه چې څومره د اخلاص سره او په څۀ شکل کښې کيدے شي، چې د خپلو مظلومو او بې وسه خلکو او د خپلې ژبې خدمت اوکړو. او هر بنده ده خپل وسه پورې پړ دے.

ليکنهد ليکنې نېټه: اتبار، جولائ 25, 2010 2:49 am
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ    بيا سر ته 
فيروز افريدي
Moderator
Moderator

غړيتوب: 07 جولائ 2007
ليکنې: 3501
ځائې: قطر
کاش چې د پښتنو دا خو نسيمه او خوګمن غوندې فکر جوړ شي چې تير خو تير شول خو راروان وخت د پاره څه منطق سنجول پکا دي.
اصلي خبره هم دا ده چې که په تير وختونو کښې دغه خلکو د افغانستان په خاوره تجربې نه وې کړئ نو نن به د افغانستان دا حال نه وو.

په اسيا کښې وړومبئ تيلئ هم د دغه ځايه لګيدلې دے چې د نجيب او خلکيانو پرچميانو غوندې خلکو د پښتنو فطرتي 5000 زره کلن روايات بدلول غوښتل.

چون پښتون هر وخت/زمان په قهر او عضب اوښتې دے او دا فکر نه لري چې اسباب ئې څه وو.؟
_________________

ته لاړے خوند لاړو
تا ســـره ژوند لاړو




ليکنهد ليکنې نېټه: اتبار، جولائ 25, 2010 7:01 am
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ    بيا سر ته 
اقبال همدرد
مــــلــغـــلـــره
مــــلــغـــلـــره


غړيتوب: 30 جون 2009
ليکنې: 1702
ځائې: کرک ، اسلام آباد پاکستان
محمود صيب دلته ايکسپريس اخبار کالم نګار ليکلي چي داود په زماني کښي يورپ / اروپا دي کابل نه شورو کيده- هر قسمه فحاشئ اجازت وو- حټي کښي پارټيانو نامونو کښي هم اسلامي پوري توري باندي پابندي وه- باچا خپله وو- فوج سربره خپله وو- هر ادارے سربراه پخپله وو- چي چا به د حکومت خلاف خبره کوله صبا به هغه نۀ وو- لاتراوسه په سوونو کسان ورک دي- جلسي جلسونا د مجال شته چي چا کړي وي-

بس چي کله ئي يوي پارټي مشر مړ کړم نو ستاره ئي پړمخ شوه- چي ټول خآندان ئي ژوندئ خښ شو او قبر پته ئي هم نۀ وو خو لږ وخت مخکښي چرته کدائي کيده چي هډوکي او بوټان راښکاره شول نو دۀ به د جاپان يو خاص کمپنئ بوټان په ښپو کول چي په عمر ئي رنګ ئي تتيږي- په ټول کال کښي 250 جوړے څپلئ تياروي هغه د قيمتي ځناورو څرمنو نه-

زۀ هغه لنک ګورم بيا ئي تاسو سره شريکوم

خو لږ روستو

ليکنهد ليکنې نېټه: اتبار، جولائ 25, 2010 9:40 am
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ د ليږونکي ويب پاڼې ته لاړ شئ Yahoo مسينجر MSN مسينجر    بيا سر ته 
محمود
مــــــــاهــــــر
مــــــــاهــــــر

غړيتوب: 04 ستمبر 2009
ليکنې: 926
مننه د ښکلو خبرو.
ډېره ښه، زه به هم تاسو سره اتفاق وکړم. چې مونږ به هرومرو راتلونکې ته ځير کېږو. خو د ټېرې څخه به هم زده کړه کو. هغه څه چې لاتر اوسه ښه نتيجه نده ورکړې هغې نه به تېرږو او .....

خو ستاسو په ځواب به دومره هم ووايم چې دا څه مې چې د نجيب په اړه ليکلي، دا زما د سترګو ليدلی حال او د ژوند يوه برخه وه.
او شهيد سردار محمد داود خان مو را ياد کړو. هغه يو کلک پښتون يو کلک افغان چې د دغه خلکو لپاره يې څه وکړل او څه ته هم چا پرې نه ښود. د هغه د ناکامېدو غټه وجه د دېورند د کرښې حل او د پرچم په ډله کښې لاس وهل شول.

نور بيا بل ځل!

همدرده وروره تاسو زه په خبرو کړم او خپله مو پښې وکړې. Laughing

ليکنهد ليکنې نېټه: اتبار، جولائ 25, 2010 10:06 am
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ    بيا سر ته 
محمود
مــــــــاهــــــر
مــــــــاهــــــر

غړيتوب: 04 ستمبر 2009
ليکنې: 926
اقبال همدرد ليکلې:
محمود صيب دلته ايکسپريس اخبار کالم نګار ليکلي چي داود په زماني کښي يورپ / اروپا دي کابل نه شورو کيده- هر قسمه فحاشئ اجازت وو- ....
خو لږ روستو


همدرده وروره دا خو ما تر اوسه نه و لوستلی. فکر کوم په هغه وخت کښې چې ما ليکله تاسو هم اېښئ دی.
ښه، دا به هرومرو راسره شريکوئ. ډېره په زړه پورې موضوع به وي.
خو دومره به ووايم چې داود تاجکو (پرچميانو) په حکومت راوست. او چاپېر کښې يې هم دوی و. تر ډېره وخته دی نه پوهېدو چې خبره څه ده. کله چې خبر شو نو د ده هم ګليم ټول و.
او همدرده وروره تاسو سره اتفاق په هغه وخت کښې د کابل تاجکان په ميني ژوپ کښې تاوېدل. دا د دوی دود او کلتور دی. په همدغه دوی طالبان هم نه خوښوي.
يوه واقعه مو راپه زړه کړه. په هالنډ کښې د هالنډيانو جشن و. زه او کورواله مې هم د کوره چکر ته ووتو. په يوه ځای کښې مې پاړسي تر غوښو شوه. دا پاړسي رانږدې شوه او تر مونږ تېره شوه چې ورته ومې کتل چې دوې ښځې دي يوه زړه بوډا او بل پېغله نجلۍ ده او داسې يوه لنډه لمن يې اغوستې چې تول ځان يې ترې ښکاري. زما دې خولې سره کله پرابلم وي. چې دا سترګې مې پرې ولودې نو جمله راجوړه شوه. چې:
بی بی جان، دامنت بسيار کوتاه شده!
زړې مخ دې پېغلې ته راواړوه چې:
پدرلعنت نه ګفتمی ته که دامنې ديګر ات را بپوش.
(ترجمه:
ما ويل: دا لمن دې ډېره لنډه شوې.
زړې: پدر...درته وه مې نه وې چې بله لمن دې واغونده.)
نو وروره کابل داسې ځای دی چې تاجک او پښتانه سره ګډ دي. هغه متل دی چې وايي. شمشېر زن او .....زن په يوه ډول دي. هغه د کابل کيسه ده.
دې نه په ډاکه کېږي چې د پښتون حکومت شي خلک پټ او په پت کښې شي. چې دې احمد شاه مسعود شي؛ نو نيم کابل مر...وان ونيسي.

د ګنځلو نه بښنه وکړئ!

نو پر دې کښي شهيد محمد داود ملامت نه و.
يو عاجز سړی و. هر جمعه يې د جامې په جومات کښي لمونځ کولو. چې تر ننه يوه مشر داسې نه دي کړي.

د ستاسو د مالوماتو په هيله!

ليکنهد ليکنې نېټه: ګل، جولائ 26, 2010 4:47 pm
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ    بيا سر ته 
محمود
مــــــــاهــــــر
مــــــــاهــــــر

غړيتوب: 04 ستمبر 2009
ليکنې: 926
اقبال همدرد ليکلې:
محمود صيب دلته ايکسپريس اخبار کالم نګار ليکلي چي داود په زماني کښي يورپ / اروپا دي کابل نه شورو کيده- هر قسمه فحاشئ اجازت وو- ....
خو لږ روستو


همدرده وروره دا خو ما تر اوسه نه و لوستلی. فکر کوم په هغه وخت کښې چې ما ليکله تاسو هم اېښئ دی.
ښه، دا به هرومرو راسره شريکوئ. ډېره په زړه پورې موضوع به وي.
خو دومره به ووايم چې داود تاجکو (پرچميانو) په حکومت راوست. او چاپېر کښې يې هم دوی و. تر ډېره وخته دی نه پوهېدو چې خبره څه ده. کله چې خبر شو نو د ده هم ګليم ټول و.
او همدرده وروره تاسو سره اتفاق په هغه وخت کښې د کابل تاجکان په ميني ژوپ کښې تاوېدل. دا د دوی دود او کلتور دی. په همدغه دوی طالبان هم نه خوښوي.
يوه واقعه مو راپه زړه کړه. په هالنډ کښې د هالنډيانو جشن و. زه او کورواله مې هم د کوره چکر ته ووتو. په يوه ځای کښې مې پاړسي تر غوښو شوه. دا پاړسي رانږدې شوه او تر مونږ تېره شوه چې ورته ومې کتل چې دوې ښځې دي يوه زړه بوډا او بل پېغله نجلۍ ده او داسې يوه لنډه لمن يې اغوستې چې تول ځان يې ترې ښکاري. زما دې خولې سره کله پرابلم وي. چې دا سترګې مې پرې ولودې نو جمله راجوړه شوه. چې:
بی بی جان، تکی دامن ات کوتاهی کرده!
زړې مخ دې پېغلې ته راواړوه چې:
پدرلعنت نه ګفتمی ته که دامنې ديګر ات را بپوش.
(ترجمه:
ما ويل: د لمنې ټوکر دی لږ وو که څه.
زړې: پدر...درته وه مې نه وې چې بله لمن دې واغونده.)
نو وروره کابل داسې ځای دی چې تاجک او پښتانه سره ګډ دي. هغه متل دی چې وايي. شمشېر زن او .....زن په يوه ډول دي. هغه د کابل کيسه ده.
دې نه په ډاکه کېږي چې د پښتون حکومت شي خلک پټ او په پت کښې شي. چې دې احمد شاه مسعود شي؛ نو نيم کابل مر...وان ونيسي.

د ګنځلو نه بښنه وکړئ!

نو پر دې کښي شهيد محمد داود ملامت نه و.
يو عاجز سړی و. هر جمعه يې د جامې په جومات کښي لمونځ کولو. چې تر ننه يوه مشر داسې نه دي کړي.

د ستاسو د مالوماتو په تمه!

ليکنهد ليکنې نېټه: ګل، جولائ 26, 2010 4:48 pm
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ    بيا سر ته 
وروستۍ ليکنې اوښايئ:   ترتيبول:   
پاڼه 1 د 1 [10 پېغامونه]  
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ شاته موضوع اوګورئمخکښې موضوع اوګورئ
 پورټل » سرپاڼه » پښتو ګوښه » ټولګري بحثونه (عام فورم)
ورټوپ کړه:  

تاسو په دې فورم کښې نوې ليکنې نشئ کولے
تاسو په دې فورم کښې د موضوعګانو ځواب نشئ ورکولے
تاسو په دې فورم کښې خپلې ليکنېنشئ تدوين کولے
تاسو په دې فورم کښې خپلې ليکنې نشئ ورانولے
تاسو په دې فورم کښې په رائې شميره کښې رائې نشئ ورکولے
تاسو په دې فورم کښې اټیچمنټ نشئ لیږلے
تاسو په دې فورم کښې فائلونه نشئ ښکته کولے


Powered by phpBB © 2001, 2005 phpBB Group

Forum with support of Syndicator RSS
[ Time: 0.1548s ][ Queries: 15 (0.0319s) ][ Debug on ]