دستار پښتو حجره  Destaar Pashto Hujra :سر پاڼه: دستار پښتو حجره Destaar Pashto Hujra
 د پښتو د مینه والو حجره 
 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونلټون   د غړو لسټد غړو لسټ   کاروونکو ډلهکاروونکو ډله 
 نوم ثبتولRegisterنوم ثبتولRegister   ننوتنهننوتنه 
Web hosting
اوسنے وخت،ګل، ستمبر 06, 2010 2:34 pm دے
ټول وختونه UTC + 0
نا لوستلې ليکنې
ناځواب شوې ليکنې اوګورئ
تګ راتګ
د حجرې لار ښود
پورټل
حجره
ښکته کول
بي،بي کوډ
دحجرې تګلاره
ډير ځليزې پوښتنې

پخیر راغلې
دغړي نوم:


پټ تورے:

 ما یاد اوساته 

Forgotten_password
کۀ تاسو غړی نه یایئ نو باید ځان راسره غړے کړئ

لټون


ژور لټون

څوک آنلاین دی



 

Statistics

اړیکې
فیروز آفریدی بلاګ
اردو ټیکنالوجی بلاګ
حضرو شهر
لر او بر ۔ افغانستان
حجره او مجلس
عمر زئ فورم
نوکیا افریدی بلاګ
اردو محفل
ملګری پښتانه
مسافر ډاټ کوم
خیبر آرګ
پښتو آرګ
بټ خیله
زون پی کے
چک دره
تیمر ګره

 پورټل » سرپاڼه » د پښتو ادب » د پښتو شاعري
'زه تنــقـيـــد خــو بــه کــومـــه'
چلونکي: فيروز افريدي, يوسفزئ
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ شاته موضوع اوګورئمخکښې موضوع اوګورئ
پاڼه 1 د 1 [10 پېغامونه]  
ليکوال پيغام
خوګمن
مــــلــغـــلـــره
مــــلــغـــلـــره

غړيتوب: 10 ستمبر 2009
ليکنې: 1104
ځائې: ډيــــــــر لــرې!
 'زه تنــقـيـــد خــو بــه کــومـــه'
د قلندر صيب د "سباؤن" نه يو انتخاب.

ګرانو ملګرو!
د وطن دا حالات سړے ډير غمجن کړي. دې تيرو يو سو ورځو کښې بيا د ځانمرګۍ دغه واقعاتو خلک د خپلو زړونو ته نزدې خپل خپلوانو، يارانو او دوستانو نه جدا کړل. بس د خدائے په چارو د چا لاس نه رسي، الله دي مونږه له خير راکړي.
دا د قلندر مومند صيب يو نظم مې لوستلے وو، کم چې هغوي په کال 1958 کښې ليکلے وو. خو که ورته اوګورۍ نو د پښتونخوا ده اوسني حالاتو سره دوه څلويښت (42) کاله پس هم پوره سمون خوري.
ما ويل چې ستاسو سره ئې شريک کړم، کيدے شي ستاسو هم خوښ شي. لږ اوږد دے خو پوره د وئيلو وړ دے:

'زه تنـقـيـــد خــو بــه کــومـــه'

د ســرو ګلــو مملـکت کښې تاجداري چې د خــــار وينـــم
د ګلاب پـــه هـــره څــانـګه چـــې ګلـــــونـه پــــه دار وينـــم
پســــرلي کښې بلبــلان چې ارمـــاني د چــغـــــار وينـــم
چې لوټ شوے ګلشن وينـــم تـــالا شـوے ګلــــزار وينـــم
او په داسې حال کښې هم زه ښه خوشحاله مليار وينـــم
نـــو که هيڅ نــــه شــم کــولے نــو تهديـــد خوبـــه کومــــه

چــې د پـــاکـو پـلـوشــو وي عـصـمـتـونـه خـطـــره کـښــې
د چـمـــن د ســـرو کلــــو وي نکـهـتــونــه خـطـــره کـښــې
لــه پـستـــۍ ځـنـــې ولاړ وي رفـعـتــونــه خـطـــره کـښــې
لــه يـــو کـس وي د عالــمـــــو راحـتــونــه خـطـــره کـښــې
د شــيطـــان لـه دسيــســو وي جنتــونــه خـطـــره کـښــې
په دې حــال کښې د مــظلــومــو زه تائيـــد خـوبــه کـومـــه

چـې په ګـرانــه پـښــتونـخـوا مې مغـلتيــا کــړي چپـاوونــه
لـــه ننــګـــراره تــر بـــولانـــه پــه پـښــتـــون ووري اورونــــه
د مـنــدڼـــو پــه رغـــو کـښـــې مــغــــلان کـــړي اتڼـــونـــه
د سـپيــن غـــر په سپينــو څوکو راښــکاره شي ظلمتونــه
د خـيبـــر په ســـردرو کښـې چې بـې کــوره شي بازونـــه
پـيـــروي د قــــام پــه ننــګ د بــايـــزيـــد خــو بــه کــومــــه

روهـستـــان بانـــدې چې لـــړې د اټک لــه لـــورې راشـــي
په اسمان د پښتونخوا چې هم تڼـاشي هم بريښنا شـــي
بـدليـــونکے پـه دوزخ چــې دا جنت د پـښتــونـخـــوا شـــي
چې مومـند خټک يو ځائے شي اپريـدے ئې هم نوا شـــي
چې وطـن ايـمـل ايـمـل شي پښتــونخــوا دريـا دريـا شـــي
د خـوشـحــال خټـک،مــلګـــرو! زه تقـليـــد خو بـــه کـومــــه

چې په بــره پښتــونخــوا کې ميرويس خان يوه نــاره کـــړي
د ګـــرګانــــو ګـــرګـيــنـــانـــو لــبـــاده پـــــاره پــــــاره کـــړي
غـــازيـــان ســر په تلي کيږدي د جنګ ګرمه نــغـــاره کـــړي
د ايـمـل خوشحــال ارواح چــې لـــه جنتـــه ننـــــداره کـــړي
سـرښـنـدنکو پښتنــو ته چې نــعــــره کړي اشــــاره کـــړي
نـــو د تــــــيرو قــــربانيـــــــو زه تجــديـــــد خـو بـــه کـومــــه

د پـښتــــون په کــــور او کلــي چې د زور اورونـــه بـل شــي
چي انګـريز راته اورنـګ شي چې فـيرنګ راته مــغـــل شــي
په لړمون د پښتـونخوا کښې چې راسيخ د ظلم شل شــي
چې پخپل کور کښې مو وژني سترګې غټې د هر غل شي
باچــا خــان چې بيرغ واخلي او اولــــس ورسره مـــل شــي
نـو د پت پــاللــــو قـــــام تــه زه تـاکيــــــد خـو بـــه کـومــــه

چـې فـضـــا د پــاک وطـــن مې ســره لمبـــه شي ناګهانـه
هـشنــغــر سلګـۍ سلګــۍ شي او شولګـره شي ګريانـه
مياندې بورې په زلمو شي ساندې ساندې شي هر خوانـه
چــي د خـويــانــدو فــريـــادونـــه وروڼــه اروي لــه جـانــانـــه
د بـابــړې مــزکــه ســــره شــي اور وريــږي لــه اسـمــانــه
نـــو غــنـــدنــــه د شــمـــــر او د يــزيــــد خو بـــه کـــومــــه

چې د شپـــې نـوبت غــږيــږي او بنـــدي چې سبـــاؤن وي
چې د مـــال په بنيـادونــو انســانــانـــو کښې بيلتــــون وي
چې د يــو نصــيب وي زمــکــه او د بـل پکښــې للــــون وي
چې څو کســه وي ښــــيرازه او باقــي پکښـې زبــــون وي
چي ظالـــم چـرتـه نظـــام وي او ظالــــم چـرتـه قانـــون وي
که څـوک مـري که پاتــي کيږي، زه تنـقـيـــد خو بـه کـومـــه

(قلندر موند)



واه جي واه
زبردسته مزه ئې وکړه.
يقينا چې شاهکار نظم دے.
خوګمنه وروره ...ډيره مننه

ليکنهد ليکنې نېټه: شورو، جولائ 28, 2010 3:05 pm
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ    بيا سر ته 
جانان ګل
Administrator
Administrator


غړيتوب: 26 مئ 2007
ليکنې: 2238
ځائې: اټک ، پاکستان
نظم واقعي چې زبردست دے، ډير اعلیٰ،

افريدي صيب په تادۍ کښې شايد د ځوابي ليکنه پر ځاے د تدوينولو په بټن کليک کړے او خپل کمنټس ئې د خوګمن ورور په ليکنه ورمنډلي... او بيا ئې هډو ورته کتلي نه دي چې چرته او څنګه پوسټ شول..... کيدے شي د خؤبه وي..... Laughing
_________________
چې دستار تړي هــــــزار دي ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ د دستار سړي په شمار دي ((خوشحال بابا))

ليکنهد ليکنې نېټه: زيارت، جولائ 29, 2010 5:29 am
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ د ليږونکي ويب پاڼې ته لاړ شئ Yahoo مسينجر MSN مسينجر    بيا سر ته 
فيروز افريدي
Moderator
Moderator

غړيتوب: 07 جولائ 2007
ليکنې: 3501
ځائې: قطر
هاهاهاهاهاها
بخښنه به راته کوئ يقينا چې هم داسې ده جانان ګله.
ائي ايم سوري خوګمن
_________________

ته لاړے خوند لاړو
تا ســـره ژوند لاړو




ليکنهد ليکنې نېټه: زيارت، جولائ 29, 2010 7:51 am
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ    بيا سر ته 
خوګمن
مــــلــغـــلـــره
مــــلــغـــلـــره

غړيتوب: 10 ستمبر 2009
ليکنې: 1104
ځائې: ډيــــــــر لــرې!
جانان ګل ليکلې:
نظم واقعي چې زبردست دے، ډير اعلیٰ،
افريدي صيب په تادۍ کښې شايد د ځوابي ليکنه پر ځاے د تدوينولو په بټن کليک کړے او خپل کمنټس ئې د خوګمن ورور په ليکنه ورمنډلي........ کيدے شي د خؤبه وي..... Laughing

فيروز افريدي ليکلې:
هاهاهاهاهاها
بخښنه به راته کوئ يقينا چې هم داسې ده جانان ګله..........ائي ايم سوري خوګمن

د نظم خوښولو مو مننه!
فيروزلالا، څه له مو ګناهګاروۍ............Smile
دا د خوب چپې په مونږه ټولو کله کله راځي.

ليکنهد ليکنې نېټه: زيارت، جولائ 29, 2010 1:30 pm
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ    بيا سر ته 
اقبال همدرد
مــــلــغـــلـــره
مــــلــغـــلـــره


غړيتوب: 30 جون 2009
ليکنې: 1702
ځائې: کرک ، اسلام آباد پاکستان
جسکی لاټي اس کی بهينس

بس آفريدي صيب چي موډريټر دے دا خو به کوي-

ليکنهد ليکنې نېټه: زيارت، جولائ 29, 2010 4:02 pm
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ د ليږونکي ويب پاڼې ته لاړ شئ Yahoo مسينجر MSN مسينجر    بيا سر ته 
فيروز افريدي
Moderator
Moderator

غړيتوب: 07 جولائ 2007
ليکنې: 3501
ځائې: قطر
که زه موډريټر وئ نو يو کس خو به مې بين کړې وو يا وارننګ ورکړې وو.
خو زه خو ورور يم..موډريټر نه يم
_________________

ته لاړے خوند لاړو
تا ســـره ژوند لاړو




ليکنهد ليکنې نېټه: زيارت، جولائ 29, 2010 7:36 pm
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ    بيا سر ته 
محمود
مــــــــاهــــــر
مــــــــاهــــــر

غړيتوب: 04 ستمبر 2009
ليکنې: 926
فيروز افريدي ليکلې:
که زه موډريټر وئ نو يو کس خو به مې بين کړې وو يا وارننګ ورکړې وو.
خو زه خو ورور يم..موډريټر نه يم


لومړی خو به د خوګمن صيب څخه مننه وکړو د ښکلي شعر د شريکولو. او دا مومند هم بلا سړی و. خدای دې جنتونه ور په مخ کړې!

افريديه وروره دې خبرې سره مې دې يو شعر را ياد شو:
دل بدست آور که حج اکبر است
از هزاران کعبه یک دل بهتر است


هر سړی کوښښ کوي ځان د خپلې موخې ته ورسوي. او هغه هځه کوي چې د ځان لپاره داسې ملګري (او نورې لارې) ومومي، چې د ده په ډول فکر او انډ ولري. او له هغوئ سره يو ځای ځان هغه په لاس راوړل شوي شي ته نږدي کړي.
وروره، زمونږ موخه خپلې ږبې، خپلو خلکو ته خدمت دی. که مو لږ تر لاسه کېدل لږ، او که مو ډېر تر لاسه کېدل ډېر.
او دې سره مې غوښتل چې ووايم چې زه، تاسې، همدرد، خوګمن، جانان ګل، سيماب جي،درانی صيب، هغه د غرو تللی بنګښ صيب، او نور انډيوالان چې غواړي هم په دې کښې برخه واخلي او کله کله رادرومي، د يوې لارې مل يو. او دا چې کله نا کله يوه وړه خبره کښته او پورته کېږي. څه نو! دا خو نورماله خبره ده!
او اړتيا هم نه وينم چې په دغه دورمه خبر هغه ته په دومره کښته نظر وکتل شي.

او په پای کښې به ووايم چې، همدغه د وروری ټکی دی چې په درنه سترګه درته ګورو. او ولاهې چې درناوی او احترام دې زمونږ ټولو په زړو کښې ځای لري.

وايم ژوندي خو اوسئ!

ليکنهد ليکنې نېټه: جمعه، اګست 06, 2010 12:02 pm
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ    بيا سر ته 
خوګمن
مــــلــغـــلـــره
مــــلــغـــلـــره

غړيتوب: 10 ستمبر 2009
ليکنې: 1104
ځائې: ډيــــــــر لــرې!
محمود ورور، ښکلې خبرې مو ليکلي.
تاسو خو لکه چې پوره غيب وۍ يو څو ورځې. دا ښه ده چې ښه او خوشحاله يۍ.

ليکنهد ليکنې نېټه: ګل، اګست 09, 2010 3:12 pm
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ    بيا سر ته 
محمود
مــــــــاهــــــر
مــــــــاهــــــر

غړيتوب: 04 ستمبر 2009
ليکنې: 926
ژوندی اوسې خوګمن صيب.
هو، خو د بيکاری له لاسه مې يو دوه ښه (ښه ووايم، که وه نه ووايم) د تاريخ کتابونه ولوستل. چې وخت مې پيدا کړ هرومرو به خپل نظريات به د کتابو په هکله درسره شريکه کړم.

ليکنهد ليکنې نېټه: نهې، اګست 10, 2010 10:08 pm
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ    بيا سر ته 
خوګمن
مــــلــغـــلـــره
مــــلــغـــلـــره

غړيتوب: 10 ستمبر 2009
ليکنې: 1104
ځائې: ډيــــــــر لــرې!
محمود ورور، ښکاري چي ده کار کتابونه مو لوستلي، نو پکار ده چې د دغه کتابونه په حقله راسره خپل خيالات شريک کړۍ....مننه!...........Smile

ليکنهد ليکنې نېټه: شورو، اګست 11, 2010 4:12 pm
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ    بيا سر ته 
وروستۍ ليکنې اوښايئ:   ترتيبول:   
پاڼه 1 د 1 [10 پېغامونه]  
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ شاته موضوع اوګورئمخکښې موضوع اوګورئ
 پورټل » سرپاڼه » د پښتو ادب » د پښتو شاعري
ورټوپ کړه:  

تاسو په دې فورم کښې نوې ليکنې نشئ کولے
تاسو په دې فورم کښې د موضوعګانو ځواب نشئ ورکولے
تاسو په دې فورم کښې خپلې ليکنېنشئ تدوين کولے
تاسو په دې فورم کښې خپلې ليکنې نشئ ورانولے
تاسو په دې فورم کښې په رائې شميره کښې رائې نشئ ورکولے
تاسو په دې فورم کښې اټیچمنټ نشئ لیږلے
تاسو په دې فورم کښې فائلونه نشئ ښکته کولے


Powered by phpBB © 2001, 2005 phpBB Group

Forum with support of Syndicator RSS
[ Time: 0.1825s ][ Queries: 16 (0.0587s) ][ Debug on ]