دستار پښتو حجره  Destaar Pashto Hujra :سر پاڼه: دستار پښتو حجره Destaar Pashto Hujra
 د پښتو د مینه والو حجره 
 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونلټون   د غړو لسټد غړو لسټ   کاروونکو ډلهکاروونکو ډله 
 نوم ثبتولRegisterنوم ثبتولRegister   ننوتنهننوتنه 
Web hosting
اوسنے وخت،ګل، ستمبر 06, 2010 1:43 pm دے
ټول وختونه UTC + 0
نا لوستلې ليکنې
ناځواب شوې ليکنې اوګورئ
تګ راتګ
د حجرې لار ښود
پورټل
حجره
ښکته کول
بي،بي کوډ
دحجرې تګلاره
ډير ځليزې پوښتنې

پخیر راغلې
دغړي نوم:


پټ تورے:

 ما یاد اوساته 

Forgotten_password
کۀ تاسو غړی نه یایئ نو باید ځان راسره غړے کړئ

لټون


ژور لټون

څوک آنلاین دی



 

Statistics

اړیکې
فیروز آفریدی بلاګ
اردو ټیکنالوجی بلاګ
حضرو شهر
لر او بر ۔ افغانستان
حجره او مجلس
عمر زئ فورم
نوکیا افریدی بلاګ
اردو محفل
ملګری پښتانه
مسافر ډاټ کوم
خیبر آرګ
پښتو آرګ
بټ خیله
زون پی کے
چک دره
تیمر ګره

 پورټل » سرپاڼه » مذهب او نظریه » اسلامي تعلیمات
د خدای که د پيسو لپاره؟
چلونکي: فيروز افريدي, يوسفزئ
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ شاته موضوع اوګورئمخکښې موضوع اوګورئ
پاڼه 1 د 1 [4 پېغامونه]  
ليکوال پيغام
محمود
مــــــــاهــــــر
مــــــــاهــــــر

غړيتوب: 04 ستمبر 2009
ليکنې: 926
 د خدای که د پيسو لپاره؟

سلام،

يوه ډېره ښه کيسه مې ولوسته. زما په انډ خو دا په رښتيا همداسې ده.
ستاسو څه فکر دی؟

په بني اسراییلو کی یو ډیر دینداره سړي وو، چې همیشه به د الله جلاجلاله په عبادت او بندګۍ کې بوخت وو. یوه ډله خلک ورته راغله او ورته یی وویل چې په دې نږدې خوا کی یوه قبیله اوسیږي چې د ونی عبادت کوي. دغې خبرې دی ډیر غمجن کړ، او یو تبر یي په اوګه کړ ترڅو لاړشي او هغه ونه ووهي. په لاره ورته شیطان د یو سپین ږیرې سړي په څیره کې راغی او ورڅخه یی وپوښتل چې چیرې ځي. هغه ورته وویل چی د هغې ونې د وهلو پسې ځم.

شیطان ورته وویل چې ته د ونی په اړه هیڅ اندیښنه مه کوه، ته بس خپل عبادت ته پوره توجه کوه او داسې کار مه کوه چی ستا پورې هیڅ اړه نلري. دینداره سړی ورته په تیزۍ ځواب ورکړ او ویی ویل چی دا خو هم عبادت دی.

شیطان بیا کوښښ وکړ چی دی د ونې د وهلو څخه وژغورې، چی بالاخره د دواړو ترمنځ جګړه پیل شوه، او دینداره کس شیطان لاندی کړ. کله چی شیطان خپل ځان ډیر بی وسه ولید، نو په زاریو یی پیل وکړه ترڅو دینداره سړی یې پریږدي، او چی کله یی پریښود، شیطان ورته بیا وویل چی الله پرتا د دې ونې وهل واجب کړي ندي، که چیرې دا ونه پریږدي نو هیڅ تاوان دي پکې نشته.

که ددی ونی وهل ډیر اړین وای نو الله به کوم پیغمبر ته حکم کړی وو. خو دینداره سړي د ونې په وهلو ټینګار کاوه. د دواړو ترمنیځ بیا جګړه پیل شوه او دینداره سړی پر شیطان بیا غښتلي شو. شیطان وویل، ماته غوږ شه، زه درته داسې یو وړاندیز کوم چی ستا په ګټه وي. دیندار سړی ومنله، او شیطان وویل، ته یو غریب اوپه ځمکه هسې یو بوج یې. که چیرې ته دا کار ونکړي، نو زه به تاته هره ورځ دری(۳) د سرو زرو سکی درکړم. ته به دا سکی هره ورځ د خپل بالښت لاندې ومومي. پدی پیسو سره ته خپلی اړینی اړتیاوې پوره کولی شي، خپلوان خوښولی شي، اړینو خلکو سره مرسته کولای شی، او نور ډیر د ښیګڼی کارونه پری کولای شي. د ونی وهل خو به یواځی یو نیکې وي، او دومره ګټه ځکه نلري چی خلک به بله وکري.

دغه غوښتنه د دیندار سړی خوښه شوه، او ویی منله. هغه دوه ورځی د وعدی سره سم پیسی پیدا کړی، خو په دریمه ورځ هیڅ هم نه وه. هغه په غوسه شو او خپل تبر یی راواخیست او د ونی د وهلو پسی روان شو. شیطان د زوړ سړي په صورت ورته بیا راغی او پوښتنه یی ورڅخه وکړه چی چیرته ځی. دیندار سړی په چیغی وهلو ځواب ورکړ چی د ونې د وهلو لپاره ځم. شیطان ورته وویل ځه به تا دی کار ته پرینږدم. د دواړو ترمنځ بیا جګړه شروع شوه مګر دا ځل شیطان غښتلی او دینداره یي لاندي کړ. دینداره سړی په خپله ماته ډیر حیران وو او له شیطان یي د هغه د کامیابۍ راز وپوښت. شیطان ځواب ورکړ، په لمړي ځل ستا غوسه یوازې د الله جلاجلاله د رضا ا و خوښۍ لپاره وه، نو ځکه الله جلاجلاله ستا سره زما په پرځولو کی مرسته وکړه، مګر ستا اوسنۍ غوسه او تګ د سرو زرو د سکو د لاسته راوړلو لپاره دی ځکه خو تا وبایلله.

ژباړه: زيار

ليکنهد ليکنې نېټه: اتبار، جولائ 25, 2010 9:47 pm
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ    بيا سر ته 
نرګس سيماب
ځــــغــــلــنــد
ځــــغــــلــنــد


غړيتوب: 05 مارچ 2010
ليکنې: 211
دا قيصه ما مخکښي هم لوستي وه، خو ولي پښتو کښي م وړومبي ځلي وولو سته، ډيره مننه

ليکنهد ليکنې نېټه: ګل، جولائ 26, 2010 4:43 am
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ    بيا سر ته 
احمد
خـــــــــــاپـــــوړن
خـــــــــــاپـــــوړن

غړيتوب: 22 جولائ 2010
ليکنې: 3
په رښتیا
ډیره ښه موضوع اوقیصه ده خودلته سمه نه معلومیږي نه پوهیږم چې ولی ؟

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
محترمه وروره محمودجانه ډیره مننه
خو خبره داده چې دلته دغه خط سم نه ښکاري
خدای ج دی خیر درکړي
مننه ورورمو احمد

ليکنهد ليکنې نېټه: ګل، جولائ 26, 2010 11:41 am
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ    بيا سر ته 
محمود
مــــــــاهــــــر
مــــــــاهــــــر

غړيتوب: 04 ستمبر 2009
ليکنې: 926
Re: په رښتیا
ډیره ښه موضوع اوقیصه ده خودلته سمه نه معلومیږي نه پوهیږم چې ولی ؟

احمد ليکلې:
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
محترمه وروره محمودجانه ډیره مننه
خو خبره داده چې دلته دغه خط سم نه ښکاري
خدای ج دی خیر درکړي
مننه ورورمو احمد


احمده وروره سلامونه،

ما خو تاسو تر اوسه په حجره کښې نه يئ ليدلي. که نوي ياست، نو حجرې ته ښه راغلاست.

په مينه او په درنښت

محمود

هو، تاسې به هغه front نلری. زه هم سم پکښې بلد نه يم. جانان ګل ورور او همدرد ورور ښه پرې پوهېږي. دوی نه به تپوس وکړو امشاله چې سم به شي.

ليکنهد ليکنې نېټه: ګل، جولائ 26, 2010 12:01 pm
  د کارونکي پروفايل اوګورئ ذاتي پېغام اوليږئ    بيا سر ته 
وروستۍ ليکنې اوښايئ:   ترتيبول:   
پاڼه 1 د 1 [4 پېغامونه]  
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ شاته موضوع اوګورئمخکښې موضوع اوګورئ
 پورټل » سرپاڼه » مذهب او نظریه » اسلامي تعلیمات
ورټوپ کړه:  

تاسو په دې فورم کښې نوې ليکنې نشئ کولے
تاسو په دې فورم کښې د موضوعګانو ځواب نشئ ورکولے
تاسو په دې فورم کښې خپلې ليکنېنشئ تدوين کولے
تاسو په دې فورم کښې خپلې ليکنې نشئ ورانولے
تاسو په دې فورم کښې په رائې شميره کښې رائې نشئ ورکولے
تاسو په دې فورم کښې اټیچمنټ نشئ لیږلے
تاسو په دې فورم کښې فائلونه نشئ ښکته کولے


Powered by phpBB © 2001, 2005 phpBB Group

Forum with support of Syndicator RSS
[ Time: 0.1077s ][ Queries: 20 (0.0093s) ][ Debug on ]