|
دستار پښتو حجره Destaar Pashto Hujra د پښتو د مینه والو حجره
|
 |
| تګ راتګ |
| د حجرې لار ښود |
|
 |
|
|  |
 |
| ټولګري بحثونه |
| اعلان: يو حقيقت |
| د ليکنې نېټه: اقبال همدرد @ جمعه، جولائ 23, 2010 6:52 pm |
ما په مشرق اخبار کښي لوستلي وو چي کله ډاکټر نجيب ژوندئ وو نو د نام نهاد پښتون قوم پرست جماعت د چغه وه چي نجيب او ولي وروڼا دي-
په اخبار کښي دا ليکلي وو چي نن دغه جماعت په حکومت کښي دي خو پرون د نجيب برسي تيره شوه نو دوئ تري خبر هم نشول چي زمونږ چرته داسي...
[ نور اولولئ ] |
| تبصرې: 9 :: تبصرې اوګورئ (تبصره شامله کړئ) |
|
| یؤ څو خبرې |
چې دستار تــړي هــــزار دي
د دستار سړي په شمار دي
دستار او حجره
پښتون اؤ حجره يؤ بل سره داسې تړلي ؤ پيئلي دي لکه مزے اؤ مرۍ ،د پښتون وګړي وصف ،د هغه ميلمه پالل ، اؤحجره ساتل دي. .
پښتون وګړے په سټه صورت اؤ خوۍ بوۍ درونددے. اؤ بيا دستار او پګړۍ ئې، د جوسې ښايست ؤ دروندوالے نور هم سيوا کوي.
د پښتون بچي که د دنيا په هر ګوټ کښې اوسي،د خپلو اسلافو د کارنامو او د ټولينز اقدارو سره مينه ساتي.اؤ تر خپله وسه پرې د عمل زيار هم باسي، او په ځائې پرې فخر اؤ وياړ هم کوي.
هم د دغې جذبې لاندې د پښتو څو ليونو بچو د خپل کلتوري اؤ ادبي پنګې د زياتولو په خاطر د پښتو ژبې اؤ فرهنګ دغه حجره د خپلو خوَرو ورو پښتنو وروڼو خوېندو د پاره په ډيره مينه جوړه کړې ،سنګار کړې اؤ پرانستلې ده ، چې په کښې هر چا ته په ډيره مينه او ډاډه زړۀ هرکلے وائي.
د دستار حجرې د ويب پاڼې مشرانو په وړومبي ځل دا شعوري زيار باسلے دے چې پرته له څه مالي طمعې يا سياسي ګټې په ځانګړي توګه د پښتو ژبې خدمت اوشي.
په دې اساس د حجرې مشر ښاغلے جانان ګل اؤ د هغه ملګري، د پښتون قوم په ځائې د خصوصي شکريې حقدار دي.
اوس مونږ د دستار د حجرې ټول ملګري په شريکه هغه ټولو پښتنو بچو او وروڼو خوېندو ته د زړه د کومي نه بلنه ورکوو چې په دغه حجره کښې مونږ سره کښېني .جرګې مرکې اوکړي،په ادب،کلتور، اؤ سياسي شخړو ځان خبر کړي، اؤ مونږ هم پرې پوه کړي. انشاالله چې د مينې او محبت خوږې شيرينې پښتو خبرې به ډير خوند اوکړي.
په دې حجره کښې راتلونکي هغه کسان چې د پښتو د ليکدود د زده کړې ارمان ئې لرلو، اوس خپلې ليکنې کؤلے اؤ زده کؤلے شي.
مات ګوډ توري، په غلطه املا کښې ليکنې يا شعر و نثر په ډاډه زړۀ وليکئ او دلته ئې ثبت کړئ.انشاالله چې ټول ملګري به ستاسو حوصله افزائي اؤ ډاډګيرنه اوکړي.
په پښتنه مینه
د دستار حجره |
| حجره او ملګري |
د دستار پښتو حجرې ته پخير راغلئ!
د حـــــــجرې کـــــــټ ورپــــــــــسـې ګــــــــــــورئ
زما جانان به په شليدلي کټ کښې پروت وي
يا
د حــــــــجرې کــــــټ دربـــــــانــدې پريـــــــــــوزه
چې د چيلم شپيلۍ دې خوله کښې پاتې شينه
دا او دغسې نورې ډېرې لنډۍ د پښتون قام د اولسي ژوند د رنګونو ترجماني کوي . زمونږ په اولسي ژوند کښې حجرې ته ډير جوت مقام حاصل دے . ځکه نو په پښتو کښې او وهبي ادب کښې د حجرې ذکر څوڅو کرته راغلے دے او د پښتنو ځلمو د تربيت ګاه ځائي ئې نيولې دے . او په خصوصي توګه د شفاهي ادب روزنه او پالنه هم په حجره کښې شوې ده چې زمونږ د لرغوني تاريخ عکاسي پکښې په بشپړ توګه ښودلې شوې وي. بيا لنډۍ او ټپې چې اندازه ئې نه شته چې د څومره وخت نه سينه په سينه هم په دغه حجره کښې د ځلمو د موسيقۍ په مجلسونو کښې رارواني دي. د داسې لنډيو شمير خو ښه ډير دے چې پکښې د حجرې بيلا بيل رنګونه ستائيلې شوي دي . په پښتنه معاشره کښې د جومات نه پسته بلکه په تاريخي اعتبار د جماعت نه ډير مخکښې حجره هغه اکائي ده چرته چې د ټولې ورځې کار مشقت د ستومانۍ نه پس ځلمي او زاړۀ راغونډيږي، د يؤ بل حال نه خبريږي، او که دا اوئيلي شي چې د حجري او جماعت هم ايکي يو مقصد دے چې د خلکو اجتماع پکښې راغونډيږي.نو زما په خيال په دې کښې به مبالغه نه وي.
په جماعت کښې د عبادت سره سره د يو او بل ليدل دا معني ورکوي چې ګني زما فلانکې ګاونډي په خيريت دے او په کلي وطن دے او په حجره کښې حاضري زمونږ سماجي او کلتوري ضرورتونو سره سره د يو بل د خير خيريت او په کلي وطن د وګړي د موجودګي علامت دے.
په حجره کښې د رباب د ترنګ او د منګو د ټنګ سره ټپه ول ول شي نو د پښتنې مينې ټول احساسات او جذبات د شونډو سرونو له راشي.او د مينې او خوند رنګ په کيفيت کښې ډوب شي.
د کار ستوماني او د جنګ جګړو او ځانګي او معاشي مشکلاتو نه د يو څه وخت د پاره ځان رابيلول د ژوند او مسقبل د لائيحه عمل د پاره د نوي سوچ او فکر د پاره لکه په حبس کښې د تازه او يخ باد په شان کار کوي .
په پښتنو کښې مثال دے چې حجره پاس سړې په يو ځائي کښې هم نه را ايساريږي.
هم دغه تربيت ګاه نه زده کونکي بيا د قام او اولس د شخړو په حل کښې د جرګې مرکې وتلي شخصيات وګرځي.وائي چې د ايم اے پاس نه د حجرې پاس زيات خبر لوڅ وي.
د وخت د تيريدو سره سره د دغه اجتماعي مينې ځائې ذاتي او شخصي بيټکونو اونيولو، او پښتانه نور هم د يو بل نه پردي شول ولې بيا هم د پښتونخوا په ډيرو سيمو کښې د حجرې روايت په ځائې دے . رباب اوس هم خپله سينه کښې دردونه اړوي را اړوي، منګے اوس هم د سينو د زړونو د درزيدو سره خپل اواز ملګرے کوي، ځلمي اوس هم په :يکه زار" ويئلو د خپلو زړونو بوج سپکوي او که چرته بل هيواد ته په سفر هم لاړ شي نو د خپل وطن د حجرې هغه ټول روايات ځان سره وړي او هم هغسې د استوګنې زميمه ځان له سازوي.لکه په خپل وطن کښې چې ئې په خپله د کلي په لويه حجره کښي ليدلي او محسوس کړي وي.
د حجرې د استعمال په وجه پښتون وګړي لکه په کور کښې د ښځو او ماشومانو سره ناست کس په شان په وړو وړو خبرو جنګونه نه کوي بلکه فراخه سينه او لوئې زړه لري هغه دا سوچ ځان سره ملګرے ساتي چې که نن مې په دې خبره جنګ وکړو نو سبا مې دغه جرګه پړوي او د ناستې دغه د حجره دروازے راباندے تړل کيږي چې په يو صورت کښې هم د حجرې او جرګې عادي انسان ته قابل قبول نه دي.
ددغې جذبې لاندې مونږ د دستار د پښتو دغه حجره پيئل کړې ده چې د نړۍ د هر ګوټ نه پښتانه سره يوځائې شي او هم د هغه حجرو ياد تازه شي .
ما د غړو د اسانتيا د پاره په دې حجره کښې د اوپن پيډ ايډيټر ورداخل کړے دے چې تاسو پرته له څۀ سوفټ وئير يا سيټنک ښه په اسانۍ په حجره کښې په پښتو ليک کولے شئ په دې ايډيټر کښې د فونيټک کيبوړد ميپنګ استعمال شوے دے . مطلب دا چې تاسو A سره الف او B سره ب ليکلے شئ، د پښتو سره سره تاسو په ليکنو کښې د انګلش استعمال هم کولے شئ . د ليکنې ثبت کولو بکس لاندې تاسو ته به يؤ ريډيو بټن ښکاريږي چې انګلش او پښتو پرې ليکل دي بايد له دغه بټن په کليک کولو سره تاسو انګلش يا پښتو ټاکلے شئ او يا د چپ لاس Ctrl+Spacebar کليک کولو سره تاسو دواړو ژبو کښېنه يؤ ټاکلے شئ .
کۀ تاسو د افغانستان معياري کيبورډ يا په خپل کمپيوټر کښې ځانګړي د پښتو کيبورډ انسټال کړے وي نو بايد ځان ته ژبه انګلش اوټاکئ او د خپلې خوښې کيبورډ سره ليکل اوکړئ اوليک مو په حجره کښې ثبت کړئ .
ددې حجرې مقصد پښتو ژبې ته وده ورکول اور د کمپيوټر په نړۍ کښې ئې پر مخه بوتلل دي . مونږ دا هليه لرو چې تاسو به دلته خپل ځان غړے کړئ او پښتو له پاره په هلو ځلو کښې به مونږ سره خپله برخه شريکه کړئ
ډېره مننه
دستار حجره
|
|
 |
| نوې موضوعګانې |
» د غم اواز
› by خوګمن on زيارت، جولائ 29, 2010 1:37 pm
» 'زه تنــقـيـــد خــو بــه کــومـــه'
› by خوګمن on زيارت، جولائ 29, 2010 1:30 pm
» GOLD is OLD
› by خوګمن on زيارت، جولائ 29, 2010 1:24 pm
» عمران خان :::::::::ايجوکيټډ کسانو يو نوے اميد
› by فيروز افريدي on زيارت، جولائ 29, 2010 8:00 am
» ويب سائټ جوړول دي،
› by جانان ګل on زيارت، جولائ 29, 2010 5:05 am
» ميان افتحار حسين۔
› by فيروز افريدي on شورو، جولائ 28, 2010 8:15 pm
» پيراشوټ
› by محمود on نهې، جولائ 27, 2010 6:40 pm
» صبا شب برات دے
› by خوګمن on نهې، جولائ 27, 2010 4:25 pm
» ورک ياران
› by محمود on نهې، جولائ 27, 2010 5:01 am
» يو حقيقت
› by محمود on ګل، جولائ 26, 2010 4:48 pm
» اجمل خټک :: فيصله
› by خوګمن on ګل، جولائ 26, 2010 2:49 pm
» داسي چا نۀ يم ليدلے ، زۀ د غم پانډے انبار سره
› by خوګمن on ګل، جولائ 26, 2010 2:44 pm
» د خدای که د پيسو لپاره؟
› by محمود on ګل، جولائ 26, 2010 12:01 pm
» Muhammad (PBUH) Life's Movie / د حضرت محمد (صل الله عليه وسلم) د ژوند فلم.
› by احمد on ګل، جولائ 26, 2010 11:49 am
» غــــــــزل ...
› by احمد بنګش on اتبار، جولائ 25, 2010 6:43 pm
» چې دا بری به بیا د چا په نوم ختم شي؟؟؟
› by نسيمه on اتبار، جولائ 25, 2010 6:16 pm
|
|
|
|
 |
Powered by phpBB © 2001, 2005 phpBB Group

|
|
[ Time: 0.1560s ][ Queries: 18 (0.0522s) ][ Debug on ] |